ملګړي ملتونه 22 جولائي (اے پي پي)د ملګروملتونو د ماشومانو فنډ يونيسيف وئيلي چې غزه كښې د ماشومانو ژوند ستزونو سره مخ دے۔يونيسيف په ايکس د غزه په پټي كښې د ماشومانو صورتحال په اړه يو پوسټ شيئر کړې۔ پوسټ كښې وئيلي شوې چې غزه كښې د ماشومانو ژوند ستونزو سره مخ دے، چې پكښې د پوستكي ناروغۍ، غير صحت مند ماحول او نه ختميدونكې بريدونه شامل دي۔ بيان كښې زور راوړې شوې چې غزه كښې اوس جنګ بندۍ ته اړتيا ده۔