د ارمړ تھاڼې په چوکۍ ارمډو د نامعلومو وسله والو په ډزو د شهيد شوې پوليس اهلکار سعيد الله د جنازې لمونځ ادا كرے شو

پېښور 21 جولائي (اے پي پي) د ارمړ تھاڼې په چوکۍ ارمډو د نامعلومو وسله والو په ډزو د شهيد شوې پوليس اهلکار سعيد الله د جنازې لمونځ ملك سعد شهيد پوليس لائن كښې پورا سرکاري اعزاز سره ادا كړې شوې۔د جنازے لمونځ كښې د پېښور سي سي پي او قاسم علي خان ، اېس اېس پي انوسټي ګېشن سجاد احمد صاحبزاده، اېس پي صدر ډويژن محمد زمان خان، اېس پي سکيورټي کمال حسين، اېس ډي پي اوز او د شهيد کورنۍ كسانو ګډون وكړو۔د پوليس يوې چټك ډلې ده ته سلامي وكړه او پوليس افسرانو د شهيد په تابوت ګلونه كېښودل۔ سي سي پي او قاسم علي خان د شهيد د كورنۍ سره غمرازي كولو سره د شهيد پوليس اهلکار سعيد الله بهادري وستائله ۔ ده ووئيل د شهيد وينه به بے ځايه نه ځي۔