د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د بنوں صورتحال پرله پسې مانيټر كوي۔ د اطلاعاتو سلاحكار بيرسټر ډاکټر سېف

پېښور 21 جولائي (اے پي پي)د اطلاعات صلاحكار بيرسټر ډاکټر سېف وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د بنوں صورتحال پرله پسې مانيټر كوي،د انتشار سياست کونكو منفي عزائم څخه اولس خبر دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده جاري شوې يو بيان كښې كړې۔ده ووئيل پېښې نه پس په سمدستي توګه وزيراعليٰ خپل ټول مصروفيات پرېښودلو سره د بنوں معاملات ته پام لرنه كوي۔ بيرسټر ډاکټر سېف ووئيل بنوں كښې د كومې هم لوئ ناوړه پېښې مخنيوې ته صوبائي حکومت خاص پام لرنه كوي۔د اطلاعاتو صلاحكار ووئيل په ځائې انتظاميې او سماجي مشرانو مشتمل کمېټۍ خبرې اتري رواني دي،د خبرو اترو عمل پيل كيدو سره په بنوں كښې امن بحال شوې،سماجي مشرانو او انتظاميې مشتمل کمېټي به سيمه كښې امن باوري كوي۔