
پېښور 21 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي سردار علي امېن كنډااپور د پېښور په ارمړ سيمه كښې د شپې په وخت د پوليس په چوکۍ د نامعلومو وسله والو د ډزو پېښې غندنه كولو سره پېښه كښې د يو پوليس اهلکار په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔د پېښور وزيراعلي هاؤس د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعلي د شهيد اهلكار كورنۍ سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه او د شهيد لوړو درجو لپاره ئې دعا اوكړه۔د خېبر پښتونخوا وزيراعلي ووئيل د شهيد اهلكار د كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو،د شهيد اهلكار كورنۍ به يواځې نه شي پرېښودلې او هغوې به هر ممكن مرسته كولې شي۔ وزيراعلي ووئيل د اولس د مال او ځان تحفظ لپاره پوليس ځانګړې قربانۍ وركړې دي،د اولس تحفظ لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركونكو پوليس ځوانانو قربانو ته سلام كوو۔