وزيراعليٰ په پېښور كښې د جديد بس سروس منصوبه پيل كولو منظوري وركړه

پېښور 20 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخواه وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور په پېښور كښې د جديد بس سروس منصوبه پيل كولو منظوري وركړه۔ وزيراعليٰ دا منظوري د خېبر پښتونخواه اربن موبيليټي اتھارټي بورډ په غونډه كښې وركړه۔ منصوبهبه د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ ترمرخه پيل كولې شي ۔ سرکاري ذريعو ووئيل بس سروس به د چمکني څخه رنګ روډ په لاره تر اتوار بازار چلولې شي ، چمکني نه تر حيات آباد به په ابتدائي توګه 100 بسونه چلولې شي كومو كښې به چې د ورځې يو نيم لاكهه مسافر مزل كوي۔ د خېبر پښتونخواه اربن موبيليټي اتھارټي ايم ډي عماد علي ووئيل جديد بس سروس سره به په بي آر ټي د رش فشار كم شي دغسې د بسونو شميره به د ضرورت له مخې تر 200 زياتولې شي۔