د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ روان سيشن لپاره د پينل آف چيئرمېن نامې اعلان كړې

پېښور 19 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ روان سېشن لپاره د پينل آف چيئرمېن نامې اعلان كړې دي۔ د جمعې په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډې په مهال سپيكر بابر سليم سواتي د كلام پاك د تلاٶت نه وروسته د ادريس، ميا شرافت علي، همايون خان، او مخدوم زاده محمد آفتاب حيدر نامې د پېنل آف چيئرمېن په توګه اعلان كړې۔ په دې موقع په ايوان كښې د قامي اسمبلۍ غړو د حق رسېدليو خپلوانو او د ترهګرۍ په پېښو كښې د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔