د ګورنر فيصل كريم كنډي د مشر خبريال شميم شاهد زر روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه

اسلام آباد 19جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي د مشر خبريال شميم شاهد زر روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هغه لپاره ګلدسته ولېږله۔ په خپل يو پیغام كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل چې د پېښور پرېس كلب پخواني صدر او د فېډرل يونين آف جرنلسټس نائب صدر شميم شاهد صحافت لپاره خذمات د چا نه پټ نه دي۔ده شميم شاهد لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره د هغه روغ صحت لپاره دعا وكړه۔د يادونې وړ ده چې د پیښور پرېس كلب پخوانے صدر شميم شاهد د زړه رنځ سره مخ وو۔ درملنو څخه وروستو تېره ورځ هغه كور ته منتقل شو۔