د پېښور ډويژن کمشنر رياض خان محسود په مشرۍ كښې د بلين ټري پلس شجر کارۍ كمپائن پيل كولو پريكړه

پېښور 19 جولائي (اے پي پي) د پېښور ډويژن کمشنر رياض خان محسود په مشرۍ كښې د بلين ټري پلس شجر کارۍ كمپائن پېل كولو پرېكړه وشوه۔ دا پرېكړه د كمشنر رياض خان محسود په مشرۍ كښې د هنګامي غونډې په مهال شوې۔ په غٶنډه كښې د صوبې د ځنګلاتو څانګې کنزرويټر، د پېښور ډويژن د پنځه واړو ضلعو پېښور، نوښار، چارسده، قبائلي ضلع مومند او ضلع خېبر ډپټي کمشنرز، ډسټرکټ فارسټ آفيسرز، ډسټرکټ پوليس آفيسرز، سول ډيفس او د نورو اړوند ادارو انتظامي افسرانو ګډون وكړو۔