
پېښور 19 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې حکومت سره سره د سول سوسائټۍ لخوا د تعليم په څانګه كښې خدمات د ستائنې وړ دي، په خېبر پښتونخوا كښې د جديد رجحاناتو له مخې هنرمند تربيتي پروګرامز لپاره نيوټېك سره په رابطه كښې يؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د محسود ويلفيئر ايسوسي ايشن نمائنده پلاوي سره په ملاقات كښې وكړو كوم چې دوي سره د جمعې په ورځ په ګورنر هاٶس پېښور كښې ليدلي۔ د قبائلي لارښود رحمت خان محسود په مشرۍ كښې په پلاوي كښې روشان خان محسود، نور رحمان وزير ، د پيپلز پارټي ټانک ډويژنل صدر فتح شير محسود، ضلعي صدر سردار هدايت الله ګنډا پور او نور هم شامل وو۔ پلاوي په دې موقع ګورنر د محسود ويلفيئر ايسوسي ايشن کارکردګۍ، اغراض او مقاصد څخه خبر كړو۔ په دې موقع پلاوي ګورنر ته د وزيرستان ايجوکيشن سټي منصوبې په اړه هم بريفنګ وركړٶ۔ په ملاقات كښې په اړوندو او د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔