
هيمبرګ 19 جولائي (اے پي پي) د المان ټېنس سټار او دفاعي چيمپئن اليګزينډر زويروف د هيمبرګ اوپن ټينس ټورنمنټ مېنز سنګل کوارټر فائنل ته رسېدلے٬ اليګزينډر زويروف د مېنز سنګلز مقابلو په دوېم راٶنډ كښې د فرانس لوبغاړي هيوګو ګيسټن ته ماتې وركولو سره کوارټر فائنل لپاره کواليفائي كړې۔ په كوارټر فائنل كښې به د ده مقابله د چين لوبغاړي ژانګ زيزن سره وي۔