د بلوچستان ګورنر شيخ جعفر مندوخيل د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د جولائي په 23مه نټه راوبلله

كوئټه 19جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر مندوخېل د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د جولائي په 23مه نېټه راوبلله۔ د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ لخوا د جاري شوي نوټيفكېشن له مخې د بلوچستان ګورنر شېخ جعفر مندوخېل د آئين آرټيكل 109(اے)له مخې د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ غونډه د جولائي په 23مه نېټه ماسپښين درې بجې رابللې ده۔د اسمبلۍ غونډې په مهال به د ټولو محكمو افسران٬ د پرنټ او الېكټرانك مېډيا استازي او وېزېټرز اسمبلۍ سېكرټرېټ ته د كارډ د لارې داخلېږي۔