
پېښور 19 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د مردان په تخت بھائي تحصيل كښې د پوليس په چيك پوسټ د ترهه ګرۍ په بريد كښې د پوليس اهلکار په شهادت د افسوس څرګندونه كرې ده۔ د جمعې په ورځ په خپل پيغام كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر د شهيد پوليس اهلکار لوړو درجو او غمجنې كورنۍ لپاره د زغم دعا اوكړه۔ ګورنر د ژوبل پوليس اهلکارو زر روغتيا له هم دعا اوكړه۔ده ووئيل پوليس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې لويې قربانۍ وركړي كومو ته چې د قدر په سترګه كتلې شي۔