
پېښور 19 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سردار علي امېن خان ګنډاپور د مردان په تخت بھائي تحصيل كښې د پوليس په چوكۍ د ترسره شوي بريد غندنه كولو سره پوليس چارواكو څخه د پېښې رپورټ وغوښتلو۔ وزيراعلیٰ په بريد كښې د يو پوليس اهلكار په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره ځپلې كورنۍ سره غمرازي وكړه۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دے شهيد شوي له لوړې درجې د او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده د ژوبل پوليس اهلكارو زر روغتيا له د نيكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ده ووئيل صوبائي حكومت به د شهيد كورنۍ يواځې نه پرېږدي۔ د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ووئيل د اولس د مال او ځان تحفظ لپاره پوليس لويې قربانۍ وركړې دي،دې ډول ناوړه پېښو سره د پوليس حوصلې نه شي كمزورې كېدې۔