كوز دير 18جولائي (اے پي پي)د كوز دير د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام ډپټي ډائرېكټر امجد خان وئېلي چې د كومو مېرمنو بېنظيرانكم سپورټ پروګرام كښې رجسټرېشن تراوسه نه دې شوې او چې كومې مېرمنې د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام پيسې اخلي او هغوي خپل سروے/رجسټرېشن نه وي كړی هغوي دې د كوز دير ضلعي تحصيلي دفترونو ته تېمره ګره٬ادينزا٬ثمرباغ او لال قلعه ته تللو سره خپل رجسټرېشن زر تر زره وكړې۔د رجسټرېشن لپاره فارم ب او موبائل نمبر لازمې دې٬د رجسټرېشن كوم هم فيس نشته دې۔