كامرس لپاره د سېنېټ قائمه کميټۍ د ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي آف پاکستان دوره

کراچۍ 18 جولائي (اے پي پي) كامرس لپاره د سېنېټ قائمه کمېټۍ ټريډ ډويلپمنټ اتھارټي آف پاکستان (ټي ډيپ) ته وئيلي چې د معدنيات برآمدات ته دې خاص پام لرنه وكړي كوم لپاره به چې قائمه کمېټي هر ممکن مرسته كوي۔د ټي ډيپ په دفتر كښې د زيارت په ورځ د يوې غونډې مشري كولو په مهال د سېنېټ قائمه کمېټۍ چيئرپرسن سينيټرې انوشه رحمن ټي ډيپ ته ووئيل د معدنيات برآمدات ته دې خاص پام لرنه وكړې شي او دې لپاره دې يوه مخصوص څانګه جوړه كړې شي۔دې په دې اړه د تفصيلي تحقيقاتي رپورټ وړاندې كولو هم سپارښتنه وكړه۔ دې څخه وړاندې ټي ډي اے پي چيف ايګزيکټو زبير موتي والا او نورو افسرانو کمېټۍ ته د ټي ډي اے پي کارونو په اړه بريفنګ وركړو او د ټي ډي اے پي د بېلو ډويژنو مشرانو د خپلو خپلو ډويژنو کارکردګۍ په اړه ووئيل۔ په دې موقع د کمېټۍ غړي سينيټر طلال چوهدري، سرمد علي، بلال احمد خان او نور هم موجود وو۔