د خيبرپښتونخوا وزيراعلی د عاشورې ورځ په سوله ايز ډول تر پايې په رسيدو د پوليس پشمول ټولو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

پېښور 18 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور د عاشورې ورځې په سوله ايز ډول تر پايې په رسېدو پوليس٬ انتظاميه٬ امنيتي ځواكونو٬ رېسكيو او د تحصيل ميونسپل انتظاميه پشمول ټولو ادارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ خپل بيان كښې وزيراعلیٰ علي امين ګنډا پور وئيلي چې په صوبه كښې د محرم الحرام ټول جلوس په سوله ايز ډول پايې ته رسېدلي٬ د صوبې په 14 ضلعو كښې 864 جلوسونه ويستلي شوي او 8857 مجلسونه شوي او په دې لړ كښې د پوليس او نورو ادارو د فول پروف امنيتي اقداماتو په سبب كومه ناوړه پېښه نه ده رامخې ته شوې په دې ټولې ادارې د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل د محرم الحرام په مهال په بشپړه مرسته د صوبې اولس ته په خاص توګه پېرزوئنې وړاندې كوم٬ فرقه وارنه همغږي په ځايې ساتلو كښې امن كمېټو هم مهم كردار لوبولې ٬ دې كښې شامل د ټولو مكتبه فكر علماﺀ كرامو هم مننه كوٶ۔ ده ووئيل د محرم په مهال د برېښنا لوډشېډنګ٬ صفايۍ٬ د ټريفک مينجمنټ، د سبيلونو د بندوبست پشمول په نورو ټولو چارو كښې اړوند ادارو په زړه پورې انتظامات كړي دي۔