د پي آئي اے کوئټه نه تر جدہ د ډائريکټ عمرہ پروازونو چلولو اولس دوسته پريكړه د ستائنې وړ ده: د بلوچستان ګورنر

کوئټه 18 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفرخان مندوخېل وئيلي دي چې د موجودہ وفاقي حکومت په امر پاکستان انټرنيشنل ائير لائنز کوئټه نه تر جدہ د ډائرېکټ عمرہ پروازونو چلولو اولس دوسته پرېكړه د ستائنې وړ ده چې له مخې به يۍ پاکستان انټرنيشنل ائير لائنز شپږم اګست 2024 څخه عمرہ كوؤنكو لپاره کوئټه ټو جدہ نېغ په نېغه پروازونه پېل كوي۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم دې پرېكړې سره به د صوبې د اولس د اوږدې مودې مسئله حل شي۔ دې څخه وړاندې به د دې ځايې عمره كوؤنكو له اسلام آباد٬ لاهور او كراچۍ تلل وو۔ ده ووئيل د صوبې اولس به تل په دې پرېكړه ستاسو مننه كوي۔