
کوئټه 18 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د شريكې ګټې كونسل د راتلونكې غونډې چارو جاج اغستو غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د صوبې دريځ په بشپړه ډول په وفاقي كچه د وړاندې كولو پرېكړه وكړې شوه۔ غونډې ته خپله وېنا كښې وزيراعلی ووئيل د كونسل په راتلونكې غونډه كښې به د صوبې مفادات په هر صورت كښې مقدم ساتلې شي او ټولې پرېكړې به د اولس پراخه ګټه نظر كښې نيولو سره كولې شي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت هڅه كوي چې په وفاقي كچه د صوبې كېس په ښه ډول وړاندے كړے شي او په وفاقي كچه چارې په ښه ډول حل كولو سره د صوبې مجموعي تعمير ٬ پرمختګ او سوكالۍ لپاره عملي اقدامات وكړې شي۔ وزيراعلیٰ د دې عزم پخلے وكړو چې وفاقي حكومت سره به د صوبې وسائل او دې څخه د ترلاسه كېدونكي محاصل ترلاسه كول ممكن كولو لپاره به بشپړه هڅې كولې شي۔ په غونډه كښې د بېن الصوبائي رابطو پارلماني سيکرټري مينا مجيد، د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان، د بېن الصوبائي رابطو سيکرټري سيد سکندر شاہ، د اېريګېشن سيکرټري حافظ عبدالماجد او د توان سيکرټري بشير احمد خان بازئي پشمول نورو چارواكو ګډون وكړو۔