کوئټه۔ 18جولائی (اے پی پی) كوئټه څخه جده لپاره د قامي ائر لائن نېغ په نېغه پروازونه به د اګست 6مې نېټې څخه پېل شي۔ د جی اېم پی آئی اے بلوچستان عبدالغفار میاں خېل وېنا ده چې عمره زائرينو لپاره به كوئټه څخه جده ته تلونكي د قومي ائر لائن نېغ په نېغه پروازونه د اګست 6 مې نېټې څخه پېل شي ، دا پروازونه به هره اونۍ د نهې او جمعې په ورځ كوئټه څخه د سعودی عربستان ښار جدې لپاره ډائرېكټ آپرېټ كولې شي كومو لپاره چې بكنګ پېل شوے دے۔ په دې لړ كښې د بلوچستان د ګورنر جعفر خان مندوخېل وېنا ده چې د عمرې ادا كولو له كوئټه څخه د نېغ په نېغه فلائټ پېل كېدو سره به د بلوچستان خلق په راتلونكي كښې اسلام آباد ٬ كراچۍ ٬ لاهور يا نورو ښارونو ته د تللو زحمت كولو څخه بچ شي۔ دا خبره دې ياده وي چې د بلوچستان ګورنر د وزيراعظم شهباز شريف د كوئټې اوسنۍ دورې په موقعه د صوبې د اولس دا پخوانۍ مطالبه پورته كړې وه۔ د وزیراعظم په هدايت وروستو د ګورنر بلوچستان لخوا د پي آئي اے چيئرمېن اود بلوچستان جي اېم ترمينځه په دې لړ كښې ملاقاتونه هم شوې وو۔