
ليك: محمد واحد الله ايوب الازهري
پاك پروردګار ځينې وختونو له په ځينو نورو وختونو٬ ورځو له په ځينو نورو ورځو ٬ مياشتو له په ځينو نورو مياشتو ٬ عملونو له په ځينې نورو عملونو ٬ ځايونو له په ځينو نورو ځايونو ٬ جوماتونو له په ځينې نورو جوماتونو ٬ كتابونو له په ځينې نورو كتابونو ٬رسولانو له په ځينې نورو رسولانو ٬ بندګانو له په ځينې نورو بندګانو ٬ ملائكو له په ځينې نورو ملائكو او دغسې يو شمېر مخلوقاتو له په ځينې نورو مخلوقاتو فضيلت او غوره والې وركړې دې او دې پلو يۍ په ګڼ شمېر آيتونو كښې اشاره فرمائيلې ده۔ د دې په حكمت هغه ذات پخپله ښه پوهېږي د كوم په پاكو نامو كښې چې د حكيم او عليم په څير نامې هم شاملې دي۔ د دې تمهيد په رڼا كښې كه مونږ د مثال په توګه د كال دولس مياشتو ته پام وكړؤ نو په هغې كښې څلورو مياشتو ته چې كوم فضيلت وركړے شوے دے كومې بل مياشتې ته نه دے وركړے شوے او دې پلو په قرآن كريم كښې ارشاد مبارك دے: ترجمه: ” بېشكه د الله په نزد د مياشتو شمېر دولس مياشتې دي ٬ د الله پاك په كتاب كښې ٬ په هغه ورځ چې هغه پېدا كړل آسمانونه او ځمكه٬ له هغو نه څلور (مياشتې) د حرمت والا دي ٬ همدغه سم (نېغ) دين دے ٬ نو تاسو په دغو (مياشتو) كښې په خپلو ځانونو ظلم مه كوۍ(التوبة:٣٦)۔ په دې آېت مباركه كښې د څلورو حرمت والا مياشتو ذكر دے د دې نامې نبي علېه السلام په خپلو ارشاداتو كښې بيان كړي دي په هغو كښې يو دا چې:” الزَّمَانُ قَدْ اسْتَدَارَ كَهَيْئَتِهِ يَوْمَ خَلَقَ اللَّهُ السَّمَوَاتِ وَالأَرْضَ، السَّنَةُ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا، مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ، ثَلاَثَةٌ مُتَوَالِيَاتٌ: ذُو القَعْدَةِ وَذُو الحِجَّةِ وَالمُحَرَّمُ، وَرَجَبُ مُضَرَ، الَّذِي بَيْنَ جُمَادَى وَشَعْبَانَ ” (صحيح البخاري)
” اوس زمانه ګردش ترسره كولو څخه وروستو يو وارې بيا هغه حالت ته راغلې په كوم چې هغه وخت وه كله چې الله تعالی آسمانونه او ځمكه پېدا كړې وه ٬ كال د دولس مياشتو دے په كومو كښې چې درې پرله پسې دي ذوالقعده ٬ ذوالحجة ٬ محرم او څلورمه رجب ده كومه چې د جمادي اولي او شعبان ترمينځه ده۔ محرم په دې څلورو مياشتو كښې د هجري كال اولنۍ مياشت ده كومه چې لكه د نورو درې حرمت والا مياشتو بلها فضائل لري په هغې كښې د مثال په توګه ځينې دا دي۔
د دې تر ټولو لويے فضيلت او اهميت دا دے چې دې څخه د اسلامي كال پېل كيږي۔ په دې مياشت كښې روژه نيول د نورو مياشتو په مقابله كښې زيات افضليت لري۔ هم دې پلو نبي علېه السلام په يو حديث كښې دا ډول اشاره فرمائيلې ده «أَفْضَلُ الصِّيَامِ، بَعْدَ رَمَضَانَ، شَهْرُ اللهِ الْمُحَرَّمُ، وَأَفْضَلُ الصَّلَاةِ، بَعْدَ الْفَرِيضَةِ، صَلَاةُ اللَّيْلِ»(صحيح مسلم)
“له رمضان څخه وروستو تر ټولو افضل روژې د محرم دي او له فرض مونځ څخه وروستو له ټولو افضل مونځ د شپې دے”
په يو بل حدېث پاك دي: “سُئل رسولُ الله صلى الله عليه وسلم أيُ الصلاة أفضلُ بَعدَ المكتُوبةِ قال الصلاةُ في جَوفِ الليلِ قِيلَ أيُّ الصِّيامِ أفضلُ بعدَ رمضان قال شَهرُ اللهِ الذي تَدعونه المُحَرَّم” (سنن الكبري)
د نبي علېه السلام نه پوښتنه وشوه چې د فرض مونځ نه پس كوم مونځ افضل دے نو وے فرمائيل د نيمې شپې مونځ ٬ بيا عرض وكړے شو د رمضان نه پس كومه روژه افضل ده وے فرمائيل د هغې مياشتې كومې ته چې تاسو محرم وايۍ۔
ددې مياشت نسبت نبي علېه السلام پاك پروردګارته كړے دے يعني د پاك پروردګار مياشت۔ حال دا دے چې ټولې مياشتې د هغه دي۔ او دا ددې مياشت زيات محترم او مقدس كېدو پلو اشاره كوي۔
په دې مياشت كښې يوه ورځ د عاشورې په نامه بللې شي كومه چې د دې لسمه ورځ ده۔ په دې ورځ روژه د يو كال د ګناهونو كفاره ګرځي۔ نبي علېه السلام په يو حدېث پاك كښې فرمائي “صومُ عَرفة كفارةُ سَنتَين سَنة ماضية وسَنة مُستقبلة وصومُ عاشوراء كفَارة سَنة”السنن الكبري للنسائي)
د عرفې د ورځې روژه د تېر او راتلونكي دواړو كلونو او د عاشورې روژه د تېر كال د ګناهونو كفاره ګرځي۔
نبى عليه السلام به د دي ورځې د روژې اهتمام فرمائيلو۔ ابو موسی رضي الله عنه فرمائي: “دَخَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ المَدِينَةَ وَإِذَا أُنَاسٌ مِنَ اليَهُودِ يُعَظِّمُونَ عَاشُورَاءَ وَيَصُومُونَهُ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «نَحْنُ أَحَقُّ بِصَوْمِهِ، فَأَمَرَ بِصَوْمِهِ»(صحيح البخاري)
نبي علېه السلام مدينې منورې ته تشريف راوړو دلته يهود د عاشورې ورځې تعظيم كولو او په دې ورځ به يۍ روژه نيوله ٬ نبى عليه السلام وفرمائيل مونږ زيات حق لرؤ چې په دې ورځ روژه ونيسو۔
په يو بل حدېث كښې دې پلو زيات تفصيل سره اشاره شوې ده۔ “َعن ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ المَدِينَةَ فَرَأَى اليَهُودَ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَقَالَ: «مَا هَذَا؟»، قَالُوا: هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ، فَصَامَهُ مُوسَى، قَالَ: «فَأَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ»، فَصَامَهُ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ”(صحيح البخاري)
ابن عباس رضي الله عنه فرمائي چې كله نبي علېه السلام مدېنې منورې ته تشريف راوړؤ نو يهود يۍ وليدل چې هغوي د عاشورې ورځې روژه نيسي۔ هغوي پوښتنه وكړه دا څه كوۍ؟ عرض يۍ وكړو دا يوه بزرګه ورځ ده په دې ورځ بني اسرائيلو ته پاك پروردګار له خپل دښمنه خلاصې وركړې وو ٬ نو موسې علېه السلام به په دې ورځ د شكر په توګه روژه نيوله۔ نبي علېه السلام وفرمائيل مونږ ستاسو په مقابلو كښې د موسی علېه السلام په دغه خوشحالۍ زيات خوشحاله يؤ ٬ نبي علېه السلام د دغې ورځې روژه ونيوله او د دې يۍ امر وكړو۔
علماﺀ كرامو په دې مياشت كښې د روژې نيولو د فضيلت دوه سببونه ذكر كړي دي يو دا چې دا مياشت د حرمت والا كېدو له امله مباركه مياشت ده او روژه هم د الله پاك يو محبوب عمل دے نو ځكه په مباركه مياشت كښې د محبوب عمل ترغيب وركړے شوے دے۔ او هم دا سبب دے چې د وخت ٬ ځايې او حالت د زيات غوره كېدو په صورت كښې د عمل فضيلت او اهميت هم سوا كيږي۔ دويم سبب دا دے چې دا د اسلامي كال اولنۍ مياشت ده او شريعت د كوم هم څيز يا كار په پېل كښې د ښه عمل كولو ترغيب وركړے دے۔ لكه قرآن پاك كښې ارشاد دے: “او د ورځې په دواړو سرونو (سحر ماښام) كښې مونځ ادا كړۍ او د شپې په ځينې وختونو كښې هم” (هود:١١٤)۔
دغسې نبي علېه السلام په ګڼ شمېر حدېثونو كښې د ورځې په پېل كښې د ځينې مخصوص اذكارو ترغيب وركړے دے۔ په يو حدېث قدسي الله جل شانه فرمائى” يَا ابْنَ آدَم اكْفِنِي أرْبَعَ رَكَعَاتٍ مِنْ أَوَّلِ النَّهَارِ أكْفِكَ آخِرَهُ ” اے د آدم بچيه ته د ورځې په پېل كښې څلور ركعتونو څخه عاجز مه جوړېږه وروستۍ برخه كښې به زه تا لپاره كافي شم۔ او هم دا سبب دے چې د اسلامي كال اولنۍ او وروستۍ دواړه مياشتې محرم او ذي الحجة حرمت والا دي دغسې چې دواړه مياشتو كښې ښه او زيات فضيلت لرونكي عملونه وكړې شي او ورسره ابتداﺀ او انتهاﺀ دواړه ښه شي۔
بله دا چې په دې مياشت كښې د ګناهونو نه ځان وساتلې شي۔ پاك پروردګار كه يو اړخ ته ددې مياشت فضيلت ذكر كړے نو بل اړخ ته يۍ په دې كښې د وړو لويو ګناهونو د لارې په خپلو ځانونو ظلم كولو څخه منع فرمائيلې ده۔
په دې مياشت كښې بايد كثرت سره استغفار او په خپلو كړو ګناهونو او شوي غفلت د ندامت اظهار وكړے شي۔ په خپل اهل وعيال د مال مصرف كولو كښې وسعت وكړې شي۔ دغسې په دې مياشت كښې پاك پروردګار سره تعلق زيات كړے شي او هم په هغه توكل وكړے شي لكه څنګه چې د موسی علېه السلام د واقعې نه څرګنديږي چې هغه مخې ته د سمندر او شاته د فرعون د لښكر په صورت كښې د هلاكت ظاهري نقشې نه د متاثر كېدو په ځايې په خپل رب توكل كولو سره ووئيل “إِنَّ مَعِيَ رَبِّي سَيَهْدِينِ (الشعراﺀ:٦٢) بېشكه زما رب زما سره دے اوس به ماته لاره راكړي۔ او هم دغسې وشوه سمندر په اوچو لارو كښې بدل شو او دوئي سره د خپل قوم سلامتيا سره پورې غاړه لاړل۔ مونږ هم بايد په دې مياشت كښې په خپل رب د توكل كولو عملي مشق وكړؤ دغسې چې ټول كال د توكل په صفت سره متصف پاتې شوو۔
له پورته بحث څخه ثابته شوه چې محرم يوه بزرګه ٬ مباركه ٬ محترمه او مقدسه مياشت ده ٬ په دې كښې اعمال د نورو مياشتو په مقابله كښې زيات فضيلت لري كوم چې په قرآن او سنت ثابت دي۔ دلته د يوې غلط فهمۍ ازاله كول غواړم هغه دا چې ځينې خلق په دې مياشت كښې تجارت يا واده كول يا د خوشحالۍ كومه بله دستوره كول نه خوښوي حال دا دې چې په دې اړه كوم شرعي دليل نشته۔ دغسې ځينې خلق دا ګڼي چې دې مياشتې ته اهميت د كربلاﺀ د واقعې له امله ترلاسه شوے دے۔ داسې نه ده بلكې دا مياشت د اسلام نه وړاندې هم تر دې چې د مشركانو په نزد هم محترمه راروانه وه۔ دا بيله خبره ده چې د دې په لسمه ورځ كه يو اړخ ته په تاريخ انساني كښې د فرعون سره د خپل لښكر په بحر احمر كښې د ډوبېدو په څير نورې لويې پېښې رامخې ته شوي دي نو بلخوا هم په دې ورځ د كربلاﺀ په دړدېدلې پېښه كښې د نبي علېه السلام د خوږ نمسي امام حسېن رضي الله عنه په شمول د اهل بېت نور ګڼ شمېر كسان د كوفې په كربلاﺀ سيمه كښې د يزيد په امر د ابن زياد ګورنر ظلم ٬ جبر او زياتي سره مخ شوي وو۔ دغسې دا هم ثابته شوه چې په دې ورځ كومه روژه نيولې شي نو دا هم د كربلاﺀ له پېښې څخه وروستو نه بلكې دې څخه ډېر وړاندې د موسی علېه السلام په څير د نورو انبياﺀ علېهم السلامو له دور څخه راروانه وه كومه چې نبي علېه السلام هم خوښه كړه ٬ د دې يۍ اهتمام وفرمائيلو او خپل امت ته يۍ د دې ترغيب هم وركړو۔