پښور كښې د عاشورہ وړومبې جلوس امام بارګاہ سيد آغا رضوي شاہ چړي کوبان څخه برآمد

پېښور 17 جولائي (اے پي پي) پېښور كښې د عاشورہ وړومبې جلوس امام بارګاہ سيد آغا رضوي شاہ چړي کوبان څخه برآمد شوې۔جلوس په خپله مقررہ لارو روان دے دغسې د قصه خوانۍ په لاره به په محله خداداد پائ ته رسي۔د جلوس ګډون كونكې زنجير زني ، سينه کوبي او نوحه خوانۍ كښې مصروف دغسې د جلوس په لارو كښې ځائې په ځائې د يخښو اوبو او شربت سبيلونه لګولې شوي۔د جلوس سکيورټي لپاره سخت انتظامات شوې،شا او خوا لاري سيل كرې شوي۔د سي سي ټي وي او ډرون د لارې د جلوس نګراني كېږي۔پېښور كښې په مجموعي توګه عاشورہ محرم 12ماتمي جلوس برآمد كېږي۔