د پنجار وزيراعليٰ په ډي آئي خان كښې د صحت په مرکز د ترهه ګرۍ په بريد كښې په شوې زيان د افسوس څرګندونه وكړه

لاهور 17 جولائي (اے پي پي) د پنجاب وزيراعليٰ مريم نواز شريف تيره ورځ د ډيره اسماعيل خان په ديهي مرکز صحت د ترهه ګرو په بريد كښې د دوه ماشومانو ،دوه ليډيز هيلتھ ورکرز ،چوکيدار او د ځوابي کارروائي په مهال شهيد شويو امنيتي ځواكونو نائب صوبيدار محمد فاروق او سپاهي محمد جاويد اقبال په شهادت د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د شورو په ورځ جاري خپل تعزيتي بيان كښې وزير اعلي مريم نواز ووئيل په بے ګناه ماشومانو او ميرمنو بريد كونكې بزدل ترهه ګر به انجام ته رسولې شي۔دې د غمجنو كورنيو سره غمرازي او د يووالي څرګندونه وكړه۔