پېښور 16 جولائي (اے پي پي) د پېښور ډپټي كمشنر آفاق وزير د زيارت په ورځ د پېښور صدر او ښار كښې دننه د بېلو ځايونو دوره وكړه۔ضلعي انتظاميې د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دورې په موقع ايډيشنل ډپټي كمشنر سنيه صافي، اسسټنټ كمشنر زاهد يونس او نور افسران هم د ډپټي كمشنر سره ملګرې وو۔د پېښور ډپټي كمشنر د محرم الحرام په لړ كښې د شوې اقداماتو او امنيتي صورتحال جاج واخست ۔ د پېښور ډپټي كمشنر حسينيه هال امام بارګاه پشمول د پېښور صدر كښې د جلوس د روټس ههم جاج واخست۔ په دې موقع ده د اهل تشيع ورورولۍ لارښودو سره ملاقات هم وكړه۔