ريسكيو 1122 محرم الحرام كښې خېبرپښتونخوا په بېلو ضلعو كښې خذمات ترسره كوي ۔ د ريسكيو 1122 ډي جي ډاكټر محمد آياز خان

پېښور 16 جولائي (اے پي پي) د ريسكيو 1122 ډائريكټر جنرل ډاكټر محمد آياز خان وئيلي دي چې ريسكيو 1122 محرم الحرام كښې د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې خذمات ترسره كوي۔ريسكيو 1122 د اړخه جاري شوې بيان كښې د ريسكيو 1122 ډي جي ډاكټر محمد آياز خان ووئيل د صوبې په بېلو ضلعو كښې د ريسكيو1122 ميډيكل كيمپونه جوړ شوې دي ، ريسكيو 1122 امام بارګاه حسينيه هال صدر كښې د عزادارو لپاره ميډيكل كيمپ جوړ كړې۔ميډيكل كيمپ كښې ايمبولينسز، فائر ويكلز، الټرين ويكل، ايمرجنسي ميډيكل ريسپانس يونټ (بس) ضروري داروګان او ميډيكل ټيكنيشنز تعينات كړې شوي۔ده ووئيل ريسكيو1122 د 120 څخه زياتو عزادارو طبي مرسته كړي، ريسكيو 1122 د نورې درملنې لپاره ګڼ عزادار د ريسكيو ايمبولينس د لارې روغتون ته رسولې شوې۔ده ووئيل ريسكيو 1122 د ماتمي جلوس سره خصوصي ميډيكل ډله هم تعينات كړې ده۔