لنډي کوتل 15 جولائي (اے پي پي) په پاك افغان طورخم پوله کسټم انفورسمنټ چارواكو د نشه توكو د قاچاق هڅه ناكامه كولو سره 6 كلو آئس نيولي۔ په طورخم پوله د کسټم انفورسمنټ ډي سي صائقه عباس له مخې د طورخم د لارې افغانستان څخه پاكستان ته داخلېدونكې دوه پاكستانۍ مېرمنو څخه د لټون په مهال 6 كلو ګرام آئس برامد شوې٬ په نړيوال ماركيټ كښې د نيولې شوې نشه اي توكو بيعه 7 كروړه روپۍ ښودلې كېږي۔ د ډي سي صائقه عباس وېنا ده چې د نشه اي توكو په ضد كاروائۍ به جاري وي۔