تر عاشور ورځې به پېښور كښې 14 زره اهلکار امنيتي خذمات ترسره كوي،په 9م او 10م محرم الحرام به ښار په بشپړه توګه بند وي ۔ د پېښور سي سي پي او

پېښور 15 جولائي (اے پي پي)د پېښور سي سي پي او قاسم علي خان د اړخه د محرم الحرام په مهال سکيورټي پلان جاري کړے شو۔د 9م او 10م محرم الحرام په اړه د جاري شوي سکيورټي پلان له مخې تر عاشور ورځ به په پېښور كښې 14 زره اهلکار امنيتي خذمات ترسره كوي او په 9م او 10م محرم الحرام به ښار په بشپړه توګه سيل وي۔سکيورټي پلان له مخې د پېښور د عزا مجالس او د جلوسونو نګراني به د سي سي ټي وي کيمرو د لارې كولې شي۔په دې موقع به د پوليس سره سره فرنټيئر کانسټيبلري هم تعينات وي۔سي سي پي او د اړخه جاري شوې سکيورټي پلان له مخې د جلوسونو په لارو ، دنګو ودانيو به سنائپرز تعينات کولې شي،ښار كښې 140 کلورز سرکټ کيمرو سره سره به د ډرون کيمرو د لارې هم څارنه كولې شي۔دا خبره دې ياده وي چې 9م او 10م محرم الحرام لپاره په سرکاري كچه د عامې رخصتۍ اعلان هم شوے، په دې مهال به د ټول هېواد ټولې دفترې بندې وي۔