
کراچۍ 15 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د ګل په ورځ په كراچۍ كښې د سټيټ لائف د پرنسپل آفس دوره وكړه٬ په دې موقع ده د سټيټ لائف سي اي او شعېب جاوېد حسېن سره په خبرو كښې ووئيل د صحت پحقله سټيټ لائف په خېبرپښتونخوا كښې چې څومره پروګرامز چلېږي ھغې ته دې لا پراختيا وركړے شي۔ ده ووئيل په ډيرہ اسماعيل خان كښې د سټيټ لائف تکافل انشورنس زون جوړول خوشبينه دي ٬ دا پروګرام دې د صوبې تر نورو برخو هم پراخه كړې شي دغسې چې د صوبې زيات خلق د دې نه مستفيد شي۔ ګورنر زياته كړه چې د هېلته انشورنس پحقله اولس چې كومو ستونزو سره مخ دے ھغه دې حل كړے شي۔ په دې مهال د سټيټ لائف سي اي او شعېب جاوېد حسېن ووئيل مونږ د سټيټ لائف تکافل انشورنس د صوبې تر نورو برخو پراخه كولو لپاره اقدامات كوٶ۔