د خېبرپښتونخوا ګورنر د نېشنل بېنك صدر سره وليدل

کراچۍ 15 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي د ګل په ورځ د نيشنل بېنك آف پاکستان (اېن بي پي)د هېډ آفس دوره وكړه ۔ د بېنك صدر رحمت علي حسني سره په خبرو كښې ګورنر ووئيل نيشنل بينک آف پاکستان مهمه قامي اداره ده٬ اداره دې مصرف كوونكو ته لا ښو سهولتونه وركولو لپاره اقدامات وكړي۔ ده ووئيل د بېنك بېلا بېلو څانګو ته راتلونكو مشرانو ، پنشنرز او كنډو ته دې سهولتونه وركړے شي٬ بېنك دې بې روزګاره ځوانانو ته كاروبار پېل كولو لپاره لون سكيمز زيات بهتر او آسان كړي دغسې چې زيات ځوانان دې څخه مستفيد شي۔ ده ووئيل په لرې پرتو سيمو كښې دې د بېنك برانچز جوړ كړے شي او د اے ټي اېمز سهولت دې وركړے شي۔ د نېشنل بېنك صدر ووئيل مصرف كوٶنكو ته اسانيو وركولو لپاره اقدامات كوٶ۔