
کراچۍ 15 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د ګل په ورځ د پي اېس او هيډ آفس دورہ وكړه۔ ده د پي اېس او منیجنګ ډائریکټر سید محمد طحه سره ملاقات كښې آئل ریفائنریز كښې د غیر ملکي سرمایه كارۍ او په نووو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ده په دې موقع د تیل ټرانسپورتېشن او آئل ریفائنریز كښې د غیر ملکي سرمایه كارۍ په لار كښې په ورمخې ته مسئلو او د هغې په حل د خيالاتو څرګندونه وكړه۔د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل سي پيك بشپړيدو نه پس به د پټرولیم مصنوعات طلب زيات شي او په دې اړه بايد وړاندې څخه منصوبندي وكړې شي۔ده ووئيل د ټرانسپورټ څانګې سره تړون لرونكو ګڼ شمير كسانو تعلق د خېبر پښتونخوا څخه دے۔ده ووئيل بايد پي اېس او په خېبر پښتونخوا كښې د تيلو نوو پانګو لټولو ته پام لرنه وكړي۔ د پاکستان سټيټ آئل منیجنګ ډائریکټر په دې موقع ووئيل پی اېس او لوئي مارکیټ دے۔ده ووئيل زمونږ اداره په خېبر پښتونخوا كښې د تيلو نوو پانګو په لټولو كار كوي۔