د قلعه سېف الله يو ځوان كښې د کانګو وائرس تصديق

کوئټه 15 جولائي (اے پي پي) د کوئټې قلعه سېف الله ضلع يو 15كلن ځوان كښې د کانګو وائرس تصديق شوے۔فاطمه جناح انسټيټيوټ آف چيسټ ډيزيزز انتظاميې له مخې ضلع قلعه سېف الله تحصيل مسلم باغ يو 15 كلن ځوان مومند په فاطمه جناح انسټيټيوټ آف چيسټ ډيزيزز كښې داخل کړې شوې كلهچې د هغه ټيسټ وكړې شو نو د هغه ټېسټ پازيټيو راغلو،بلوچستان كښې د روان سيزن په مهال د کانګو له امله ځپلې شويو رنځورانو شميره 16 ته ورسيده دغسې سږ كال د کانګو له امله د مړو شميره درې ته رسيدلې ده۔