پېښور 14 جولائي (اے پي پي) كوز دير كښې د عشيرۍ درې په کاټن پائين سيمه كښثې تيره ورځ سېلاب كښې لاهو شويو دوه كسانو مړي موندلې شوې دغسې د دريم تن لټون لپاره عمليات روان دي۔ ريسکيو 1122 كوز دير ميډيا کوارډينيټر له مخې ريسکيو 1122 كوز دير لامبو زنو ډلې او ځائې وګړو دريائے پنجکوړه څخه د ګوهر علي او عبد الرحمن مړي راوېستلې دي دغسې دريم تن تر اوسه بے دركه دے د كوم لټون لپاره چې عمليات روان دي۔دا خبره دې ياده وي چې تيره ورځ د عشيرۍ درې په کاټن پائين سيمه كشې درې كسان د دريائے عشيرۍ سېلابي ريله كښې لاهو شوې وو۔