
پېښور 13 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حکومت په 9م او 10محرم په ټوله صوبه كښې د عامې رخصتۍ اعلان كړې۔ ايډمنسټريشن ډيپارټمنټ د اړخه جاري شوې پريس ريليز له مخې په 16 او 17جولائي 2024 به د 9م او 10م محرم الحرام په موقع په ټوله صوبه كښې عامه رخصتي وي،د عامې رخصتۍ په موقع به جمله سرکاري، نيم سرکاري، خودمختار او نيم خودمختاره ادارے بندې وي۔