پيښور ، ناساپه سټاپ ته نزدې ډزې ٬ يوه ميرمن په حق ورسيده

پېښور ۔ 12 جولائی (اے پی پی) د پېښور خزانې تھاڼې په حدود كښې ناساپه سټاب ته نزدې په موټر سائيكل ناست نامعلومه كسانو په ډزو كولو 35 كلنه مېرمن ووژله۔ د ډی اېس پی خزانه سرکل غفار خان له مخې د اطلاع په ترلاسه كېدو ځايې پوليس د پېښې ځايې ته ورسېدل او مړے ئې پوسټ مارټم لپاره روغتون ته منتقل كړو۔ دوي د پېښې ځاے څخه شواهد جمع كولو سره اصل حقيقت ته رسېدلو له پلټنې پېل كړې۔ دا خبره دې ياده وي وژلې شوې مېرمن كومه چې د میر عالم (شبقدر) لور وه دوه وارې طلاقه شوې وه۔ د وارثانو په رپورټ د خزانې په تھاڼه كښې مقدمه درج كړې شوه او پلټنې پېل كړې شوي