د خيبرپښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې غونډه ٬ ضعيفو شوو قرآني نسخې محفوظولو له د قرآن محل جوړولو پريكړه

پېښور ۔ 12 جولائی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سردار علي امين خان ګنډاپور په مشرۍ كښې غونډه يوه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اوقاف څانګې انتظامي چارو ٬ مالي او د جائيدادونو ليز پالېسۍ په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د ضعيفو شوو قرآني نسخو محفوظولو له د قرآن محل جوړولو پرېكړه وكړې شوه۔ په دې اړه وزیراعلیٰ سردار علي امين ګنډا پور ووئيل قرآن محل بايد د اسلامي طرز تعمير يوه په زړه پورې نمونه وي ، دې سره سره دې په ګرده صوبه كښې رحمة للعالمین کنفرنس كولو له انتظامات وكړېےشي كوم لپاره چې وزيراعلی د 50 لكه روپو اعلان هم وكړو۔ په غونډه كښې په ګرده صوبه كښې د اوقاف څانګې جي آئي اېس مېپنګ او په عدالتونو كښې د وقف جائيدادونو كېسونو مخ په وړاندې بوتللو له د لاﺀ فرم هائر كولو پرېكړه هم وكړې شي۔ جي آئي اېس يو داسې سسټم دے كوم چې د ډېټا بېس په مرسته د معلومات جاج اغستو او د كوم هم لوكېشن معلومات وړاندې كولو له مرسته كوي۔