شېخوپورہ٬ صديقيه کالوني كښې د بام غورځېدو له امله 4 كسان مړه٬ 7 ژوبل

شېخوپورہ 12 جولائي (اے پي پي) د شېخوپورہ په شرقپور سړك صديقيه کالوني ميلاد چوك سره نزدې د كور بام غورځېدو له امله 4 كسان مړه او 7 ژوبل شول ٬ پېښه د باران له امله رامخې ته شوه۔ د رېسكيو 1122 له مخې مرستيالو ډلو څلور واړه مړي رېسكيو كړي چې پكښې درې مېرمنې او يو زلمي شامل دي٬ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړے شوې دي۔