پېښور۔ 12 جولائی (اے پی پی) د خېبر په شلوبر خان كليم سټاپ سيمه كښې د نامعلومه وسله والو په ډزو د شهيد شوي پوليس اهلكار اسرار احمد د جنازې مونځ په پوليس لائنز خېبر شاه کس كښې سركاري درناوي سره ادا كړے شو۔ ډي پی او سلیم عباس کلاچي او د اېس پی انوېسټیګېشن پشمول د شهيد خپلوانو ٬ پوليس افسرانو ٬ اهلكارو او د سيمې ګڼ شمېر خلقو د جنازې مونځ كښې ګډون وكړو۔ په دې موقعه پوليس افسرانو د شهيد په تابوت د ګلونو څادر خپور كړو او هغه لپاره ئۍ د بخښنې او لوړو درجو دعا وكړه۔ ډی پی او غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره پوليس محكمې له د هغه خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل د ځپلې كورنۍ هر ډول ممكنه مرسته به كولې شي۔