مانسهره 12جولائي (اے پي پي)مانسهره كښې ګاډې ژورې كندې ته د پريوتو په نتيجه كښې دوه كسه ژوبل شول ۔د مانسهره رېسكيو 1122 وياند له مخې په بائي پاس لغماني هل ګاډې ژورې كندې ته پريوتے چې په نتيجه كښې ئې 23 كلن عبدالرحمان او 50 كلن اقبال ژوبل شول ۔رېسكيو مېډيكل ډلې د پېښې ځاے ته په رسېدو سره ژوبل شوو ته په سمدستي توګه ابتدائي طبي مرسته وركړه او بيا كنګ عبدالله روغتون ته منتقل كړے شول۔