
پېښور 12 جولائي (اے پي پي) د عوامي نېشنل پارټۍ صوبائي صدر مياں افتخار حسين د پي كے 22 باجوړ په ضمني ټاكنو كښې د اے اېن پي كانديد نثار باز له په كاميابۍ مباركي وركړې۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د ګيله مند وزير او ډمه ډوله پېښې د شهيدانو په احترام كښې دې دا بريا په خاموشۍ سره ولمانځلې شي٬ په باجوړ كښې د اے اېن پي كاميابي د ترهګرۍ او ناامنۍ په ضد د امن بريا ده، دا نتيجه ثبوت دے چې كه سپېځلې او د مداخلت نه غېر پاكې ټاكنې وكړې شي نو ګټه به د اے اېن پي وي۔ ده ووئيل په موجوده سختو حالاتو كښې د نثار باز په كاميابۍ د لوئي څښتن شكر ادا كوٶ او په بريا د عوامي نيشنل پارټۍ ټولو ذمه وارو او د باجوړ اولس ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ ده ووئېل په ضمني ټاكنو كښې د نثار باز كاميابي پخپله خاوره د امن د سفر پېل دے۔ ده ووئيل په دې كاميابۍ د تحريك مشر اسفنديار ولي خان او مرکزي صدر ايمل ولي خان ته هم مباركي وركوو چا چې د امن علم پورته كړو٬ ده ووئيل د درېو ورځو د غم نه وروستو به په ښه ډول د پي كے 22 د بريا جشن لمانځو، د جبر او ظلم په ضد خپلې هڅې به په مړانه او ولوله سره روانې ساتو۔