کوئټه 11 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل د ګوادر يونيورسټۍ وائس چانسلر ته سپارښتنه كړې چې د بلوچستان په اوږده ساحلي پټۍ د بليو اکانومي روښانه امكانات، جديده ميري ټائم انډسټري جوړولو او د ميرين اينډ کوسټل سېلګرۍ ته ودې وركولو لپاره تحقيق وكړئ، د صوبې روښانه سباٶن باوري كولو لپاره ضروري ده چې پوهنتون د بليو اکانومي ريونيو جنريشن د خپل ستراتېژكي پلان برخه وګرځوي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د كوئټه په ګورنر هاٶس كښې د ګوادر وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر عبدالرزاق صابر او پرو وائس چانسلر ډاکټر منظور احمد سره وكړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔