
پېښور 11 جولائي (اے پي پي)عوامي نېشنل پارټي(اے اېن پي)د پي ټي اېم غړي او پښتون شاعر ګيله مند وزير په مرګ د افسوس څرګندونه وكړه ۔د اے اېن پي مركزي وياند انجينئر احسان الله خان لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي عوامي نېشنل پارټي د پښتون شاعر او پښتون تحفظ مومنټ غړي ګيله مند وزير په مرګ د غمرازۍ څرګندونه كوي٬د امن جذبې او د انصاف هلو ځلو څخه ختونكے غږ ډېر زر خاموش شو٬ د ګيله مند وزير د پښتون اولس د حقونو وكالت لپاره غېر متزلزل عزم او زمونږ كلتوري ورثې له د هغه د قدر وړ خذمات به چرې هم هېر نه كړے شي۔بيان كښې وئېلي شوي چې زمونږ پرله پسې هلو ځلو كښې د هغه شاعري او فعاليت د اميد څيره وه ٬ د ګيله مند وزير كار په جاري ساتلو هغه بتل ياد ساتلے كېدے شي۔مونږ د هغه كورنۍ٬ملګرو او خپلوانو سره د يووالي څرګندونه كوو۔ دعا كوو چې لوئي څښتن ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے وركري