
کوئټه 10 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزير اعلیٰ مير سرفراز بګټي وئيلي د روغتيا او تعليم څانګو كښې ښه والې ته صوبائي حکومت خاص پاملرنه كوي تر څو چې صحت سنجيدګۍ سره نه وي اخستلے شوې د پرمختګ خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ د آبادۍ نړيوالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې ده ووئيل د مور او بچي د مرګ شرح كمولو لپاره ضروري ده چې د مور او بچي بچ كولو څانګه كښې انقلاب راوستلو له كوټلې اقدامات وكړې شي۔ده ووئيل توليدي صحت او خانداني منصوبه بندي د مور او بچي د مرګ شرح كمولو او د وګړو د صحت مجموعي صورتحال ښه كولو كښې بنيادي کردار ترسره كوي كومې لپاره چې بجټ كښې د صحت څانګې او خانداني منصوبه بندۍ لپاره زيات فنډز بېل كړې شوي دي۔ وزيراعلی ووئيل د بلوچستان حکومت د صوبې د اولس ښه صحت او ښېګړې لپاره شراکت دارو سره په ګډه كار كولو له د لوظ پخلے كوي۔