د بلوچستان په زياتره ضلعو كښې به د زيارت په ورځ موسم زيات ګرم او مرطوب وي

کوئټه 10 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان د موسمياتي مرکز پيشنګوئي كړې چې د زيارت په ورځ به د صوبې په زياتره ضلعو كښې موسم زيات ګرم او مرطوب وي۔دغسې بارکھان، موسيٰ خيل، لورالائي، کوهلو، خضدار، لسبيله او شا او خوا سيمو كښې په ځينې ځايونو د باران امكان دے۔د موسمياتي مرکز له مخې د تيرو 24 ساعتونو په مهال تر ټولو زيات درجه حرارت تربت كښې (46 °C)، دالبندين كښې (45°C)، نوکنډي او سبي كښې (44°C)، لسبيله كښې (43°C)، پنجګور كښې (42°)، کوئټه كښې (37°C) او ګوادر كښې (35°C) ريکارډ كړې شو۔