د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې صوبه كښې د محرم الحرام په مهال امنيتي انتظاماتو سره اړونده د اعلی كچې غونډه

کوئټه 10 جولائي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې په صوبه كښې د محرم الحرام په مهال امنيتي انتظاماتو سره اړونده د لوړې كچې غونډه په وزيراعلیٰ سېکرټرېټ كښې وشوه ٬ د كورنيو چارو صوبائي وزير مير ضياءالله لانګو ، د بلوچستان چيف سيکريټري شکيل قادر خان، د بلوچستان آئي جي عبدالخالق شيخ، د كوئټه پوليس ډي آئي جي اعتزاز احمد ګورائيه ، د ليويز ډي جي نصيب کاکړ او د كوئټه کمشنر حمزه شفقات پشمول ډويژنل کمشنرانو د ويډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د اړوندو چارواكو د اړخه په صوبه كښې د محرم الحرام په اړه په امنيتي انتظاماتو بريفنګ وركړے شو ۔ وزيراعلی غونډې ته وېنا كښې سپارښتنه وكړه چې د محرم الحرام د جلوسونو او مجالس بشپړه امنيت له دې په اېس او پيز عملدرآمد باوري كړې شي او د محرم الحرام د جلوسونو روټس لپاره په مرتب كړې شوي سيکيورټي پلان دے عمل وكړې شي۔ ده سپارښتنه وكړه چې ډويژنل کمشنران دې خپلو خپلو ډويژنو كښې قانون نافذ کونكو ادارو سره په ګډه امنيتي انتظاماتو له كوټلې تګلاره جوړه كړي او په دې اړه دې رپورټ وزير اعلیٰ سېکرټرېټ ته ولېږلے شي۔