کوئټه – 10 جولائی (اے پی پی) په فاطمه جناح انسټیټیوټ آف چېسټ ډیزیزز كښې درملنو لپاره بستر كړې شويو پيشن سره تعلق لرونكو وګړو كښې د كانګو وائرس تصديق شوے دے۔ د روان سيزن په مهال د كانګو وائرس رنځورانو شمېره 15 ته رسېدلې ده۔ د فاطمه جناح انسټیټیوټ آف چېسټ ډیزیزز انتظامیې له مخې د پشين برشور سيمې 40 كلن شمس اللہ په فاطمه جناح انسټیټیوټ آف چیسټ ډیزیزز كښې داخل كړے شو ٬ كله چې د هغه ټېسټ وكړے شو نو هغه پازېټیو راغلو۔ په بلوچستان كښې د روان سيزن په مهال د كانګو ځپليو شمېره 15 ته رسېدلې ده او د روان كال په مهال د دې د لاسه درې كسان مړه شوي دي۔