
پیښور۔ 09 جولائي (اے پي پي)د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي وئېلي دي داسې عمليات دې اوشي چې ورسره د ترهه ګرۍ نارغتيا بيخي ختمه شي او تل پاتي امن باوري كړے شي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شمالي وزیرستان پلاوي سره د خبرو په مهال وكړه چا چې په ګورنر هاؤس پیښور كښې ده سره ملاقات وكړو ۔ د پیپلز پارټي صوبائي صدر محمد علی شاہ باچا، سیکرټري کوآرډینیشن فرزند علي خان وزیر هم په دې مهال موجود وو ۔ د پلاوي مشري د پي پي پي ډویژنل صدر نیک دراز خان، قبائیلي مشرانو ملک نثار علي خان او خلیل خان کوله ۔ ګورنر ووئېل د خیبر پښتونخوا او د بلوچستان اولس د آپریشن په اړه د اندیښنو لرې كولو مرستيال يم ، قبائلو عمر له د پاکستان د بې تنخواہ پوځيانو کردار ادا کړے ۔ ده ووئېل چیئرمین بلاول بھټو زرداري پرون په پیښور كښې اعلان کړے چې زه به په دې اړه په آل پارټیز کانفرنس كښې چارې رامخې ته كوم ۔ ده ووئېل د شمالي وزیرستان مسائلو څخه ښه خبر يم ٬ د خیسور پیښې په وخت زه پخپله هلته تللے ووم ٬ ده ووئېل د ضم ضلعو لپاره بېل كړے شوے فنډز صوبائي حکومت په ښه ډول نه دې مصرف كړے ، د دغې زیاتي ازاله پكار ده ۔ د دې نه وړاندې قبائلي لارښودو خپلو خبرو كښې ووئېل د غلام خان پوله دې د اولس او سوداګرو لپاره پرانستلې شي ، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قبائل قربانۍ د چا نه پټې پناه نه دي۔