د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کرېم کنډي د کيپټن محمد اسامه په شهادت غمرازي ښكاره كړه

پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په شمالي وزيرستان ضلع كښې د امنيتي ځواكونو او ترهه ګرو په ېو بل ډزو كښې د کيپټن محمد اسامه په شهادت غمرازي ښكاره كړه۔ ګورنر د شهيد کيپټن کورنۍ سره د يووالي څرګندونه كولو سره د شهيد شوي كيپټن محمد اسامه لوړو درجو او غمجنې كورنۍ زغم لپاره دعا وكړه۔ ګورنر ووئيل د تره هګرۍ په ضد جنګ كښې د قربانۍ وركونكو امنيتي ځواكونو شهيدانو ته سلام كوو،ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے۔