د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کرېم کنډي لکي مروت كښې د پوليس اهلکار په ګاړي د ډزو د پېښې غندنه وكړه

پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي لکي مروت كښې د پوليس اهلکار په ګاړي د ډزو د پېښې غندنه كولو سره پېښه كښې د ماشومانو پشمول د پوليس اهلکار په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه۔ګورنر د غمجنو كورنيو سره د يووالي او غمرازۍ څرګندونې سره په پېښه كښې حق د رسيدليو لوړو درجو او د غم جنو كورنيو زغم لپاره دعا هم وكړه۔ده ووئيل د پېښې چې څومره هم غندنه وكړې شي لږه ده او دا د غندنې وړ پېښه ده