
پېښور 09 جولائي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي وئيلي دي معاشي پرمختګ لپاره صوبه كښې سرمايه کاري او د کاروبار ودې لپاره ګامونه پورته كوٶ٬ د مېنځنۍ آسياء رياستونو او خېبرپښتونخوا ترمېنځه د تجارت ودې ته اړتيا ده٬ په دې وروستيو كښې د تاجکستان دورې په مهال د پېښور او تاجكستان ترمېنځه د تجارت په وده خبرې اترې وشوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د سرحد بزنس الائنس نمائنده پلاوي سره په ګورنر هاٶس كښې وكړه چا چې دوي سره د نهې په ورځ ملاقات وكړو۔ په دې موقع د تنظيم تاجران صدر ملك مهر الهي په مشرۍ كښې په نمائنده پلاوي كښې عدنان جليل، سيد ظاهر شاه، بخت مير دراني، فېصل کاکا خيل، محمد اورنګزيب پشمول د سوداګرې ورورولۍ عهدېدار او نمائندګان شامل وو۔ پلاوي ګورنر په صوبه كښې بزنس کميونټي او د كاروبار په كچه د رامخې ته مسئلو نه خبر كړو او په بجټ كښې په سيلز ټيکس كښې د اضافې او د نورو ټېكسونو په اړه ئې د كاروباري طبقې د تحفظات نه هم خبر كړو۔ په دې موقع ګورنر فېصل كريم كنډي ووئيل معاشي پرمختګ لپاره په صوبه كښې سرمايه کاري او د کاروبار ودې لپاره اقدامات كوٶ٬ د مېنځنۍ آسياء رياستونو او خېبرپښتونخوا ترمېنځه د تجارت ودې ته اړتيا ده٬ ده ووئېل په دې وروستيو كښې د تاجکستان دورې په مهال د پېښور او تاجكستان ترمېنځه د تجارت په وده خبرې اترې شوي۔