پي کے-22 باجوړ 4 كښې په صوبائي چوكۍ په 11 جولائي ضمني ټاكنو په اړه انتظامات بشپر شوې ۔ اليکشن کمېشن کے پي کے

پېښور 09 جولائي (اے پي پي) پي کے-22 باجوړ-4 كښې په صوبائي خالي چوكۍ په 11 جولائي كيدونكې ضمني ټاكنو لپاره انتظامات بشپړ شوې دي۔د خېبر پښتونخوا اليکشن کمېشن د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې پولنګ به د زيارت په ورځ سهار 8:00 بجے پيل كېږي كوم به چې ماښام تر 5:00 بجے غير د څه دمې روان وي،د شورو په ورځ پولنګ عملې له به انتخابي سامان پشمول بيلټ پيپرز حواله كولو سره خپلو پولنګ سټېشنو ته لېږلې شي۔اعلاميې له مخې ضمني ټاكنو كښې د 12 كانديدانو ترمينځه مقابله وي، په مجموعي توګه 179،010 ووټرز به خپل ووت كاسټ كوي،محموعي 91 پولنګ سټېشنې جوړې شوي۔چې پكښې 276 پولنګ بوتھ جوړ شوې۔اعلاميې له مخې د پولنګ عمل نګرانۍ او ګيلو آزالې له صوبائي اليکشن کمشنر خېبر پښتونخوا دفتر كښې مانيټرنګ کنټرول روم جوړ شوې دې۔