د آزادي کپ ټين پن باؤلنګ ټورنامنټ تيارۍ پيل شوې

اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د پاکستان ټين پن بائولنګ فيډرېشن د آزادي کپ ټين پن بائولنګ ټورنامنټ تيارۍ پيل كړې دي۔دا به د 8 اګست څخه ليړر سټي بائولنګ کلب، جناح پارك، پينډۍ كښې پيل كېږي۔تيره ورځ د پاکستان ټين پن باؤلنګ فيډرېشن صدر اعجاز الرحمن ووئيل د ټورنامنټ تيارۍ اوس څخه پيل شوې دي او په دې ټورنامنټ كښې به د ټول هېواد څخه سړي او ميرمنې لوبغاړي برخه اخلي ،ده ووئيل ټورنامنټ كښې به د 8 بېل کيټګريز سيالۍ كېږي چې پكښې مينز سنګلز، مينز ډبلز،ليډيز سنګلز، ايمچور، ډيف مينز سنګلز، ډيف ليډيز سنګلز، ټيم ايونټ او ټيك ټاکرز سيالۍ شاملې دي۔ ايونټس كښې د ګډون كولو خواهش لرونكې لوبغاړي د خپلو نامو رجسټريشن 15 جولائي نه تر 6 اګست كولې شي۔د ټورنامنټ سيمي فائنل سيالۍ به په 13 اګست دغسې فائنل به په 14 اګست کېږي۔